غزنی کې څه باندې۲۲۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۰:۵۱
غزنی

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د غزنی ولایت اړوندو سېمو په  ۹۸ قطعو کې، ۲۲۰ زره او  ۴۰۶ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۲۱۸۸۶۸ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۱۵۳۸ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي  پروژو د پلي کېدو په موخه سروې او ثبت کړي دي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د کندهار په عینو مېنه کې د عدلیې ریاست د تعمیر لپاره جیوتیکنیکل ټیسټونه ترسره شول

۱۴۴۷/۰۲/۱۱

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي د دې ریاست د تخنیکي ټیم له خوا د کندهار د عدلیې ریاست د نوي تعمیر د ډیزاین لپاره د جیوتیکنیکل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۶
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت مالي او اداري مرستیال د نوي کابل ښار له ځینو برخو لیدنه وکړه

 

۱۴۴۷/۰۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د نوي کابل ښار د پرمختیايي چارو د ارزونې په لړ کې، د دې ښار د لومړۍ، دوهمې او ځینو برخو څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۴۳
Background image

د زابل ولایت په کابل-کندهار عمومي لار کې د مسجد شریفله ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۱

د زابل ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست محترم رئیس ملا دادګل مسلم وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د زابل ولایت په مرکزقلات کې د مسجد له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي ملا. . .

BACK TO NEWS