غزني ولایت کې د جهادي مدرسې تخنیکي سروې په رسمي ډول پیل شوه
۱۴۴۷/۹/۱۲
غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي او فني ټیم له لوري د دغه ولایت اړوند د جهادي مدرسې تخنیکي سروې په رسمي ډول پیل کړه.
یاده سروې د مدرسې د ودانیو د تخنیکي حالت د ارزونې، د اړتیا وړ ترمیمي چارو د تشخیص او د معیاري او خوندي تعلیمي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.
د تخنیکي ټیم له خوا به موجودې درسي خونې، اداري برخې، چتونه، بنسټونه، دېوالونه او نور ودانیز عناصر په مسلکي او معیاري ډول وارزول شي.
په دې سروې کې د توپوګرافي سروې، براورد او ساحوي ارزونه هم شامله ده، چې په کې د ساحې دقیقې کچې، طبیعي وضعیت او د ساختماني موخو لپاره اړینې اندازې اخیستل کېږي.
دغه راز، د ځمکې حدود، مساحت، لوړې او ژورې او نور تخنیکي معلومات ثبت او مستند کېږي، څو د راتلونکو ساختماني او ترمیمي پلانونو لپاره دقیق تخنیکي بنسټ برابر شي.
د یادې ارزونې پر بنسټ به، لازم تخنیکي او رغنیز اقدامات ترسره شي.
د تعلیمي تاسیساتو معیاري کول او پیاوړتیا د دوامدارې پراختیا او زدهکوونکو ته د مناسب، خوندي او باکیفیته تعلیمي چاپېریال د برابرولو په برخه کې یو مهم او بنسټیز ګام بلل کېږي.
