سمنګان ولایت کې له ښاري تخلفاتو او ګډوډیو مخنیوی وشو
۱۴۴۶/۱۱/۶
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په سمنګان ولایت کې د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي محمد امین نوري په لارښوونه او همکارۍ له ښاري تخلفاتو مخنیوی وکړ.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، د سمنګان په ایبک ښار کې یې پنځلس ورځې مخکې ټولو ته خبر ورکړی و چې د ودانیزو چارو د پیل لپاره نقشې ویزه، اجازه ترلاسه او اصولي مخکې لاړ شئ، خو ځینو هغوی یې سرغړونه وکړه، چې چارې یې وځندول شوې.
نوموړی وایي، د ایبک ښار د مجاهد کارته په لومړۍ ، دویمه او درېیمه برخه کې، میرکلال، خراسان کارته، امیر علي شیر نوایي او ګل قشلاق سیمو کې یې د نظارت چارې ترسره کړې.
سمنګان ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار عمومي مدیریت نظارتي ټیم وایي، هغه ودانۍ چې تخلفات یې درلودل او یایې نقشې نه وې ویزه شوې، چارې یې وځنډول شوې.
دوی وایي، اړوند کسان یې د نقشې ویزه کولو لپاره د کور او ښار جوړولو محترم ریاست ته معرفي کړل ترڅو چارې د اصولو له مخې او له خپلسریو پرته پر مخ یوسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې په ټول افغانستان کې له ښاري تخلفاتو مخنیوی وکړي او ښارونه په منظمه توګه وده او پراختیا پیدا کړي.
