سرپل کې د شاه چنار لېسې ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې شوې

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۱ - ۱۲:۳۱
سرپل

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو د تولید فابریکې له لارې په سرپل ولایت کې د شاه چنار شپږ صنفي لیسې ودانیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

یاد ښونځی په ۵۷۹ متر مربع ځمکه کې، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی دی.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري د روان کال تر پایه په ټول هېواد کې ۱۰۰ بابه ښونځي د افغاني کورجوړولو ادارې د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو د تولید فابریکې له لارې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د نوي کابل ښار لپاره برېښنایي سیستم معرفي او تشریح شو

۱۴۴۷/۷/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، د نوي کابل ښار لپاره د نوي جوړ شوي برېښنایي سیستم د معرفي او تشریح غونډه ترسره شوه.

په دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیزو او سوداګریزو پروژو د پانګونې پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۷/۰۷/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست په کابل ښار کې د یوې استوګنیزې او سوداګریزې پروژې د پانګونې د غوښتنې د ارزونې په موخه، د رمبو اسکای سوداګریز او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۱:۱۷
Background image

په کابل ښار کې د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو د مخنیوي په موخه جدي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونو له مخې، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت