سرپل ولایت کې له ۴ سوه زره افغانیو زیات عواید ترلاسه شول

۱۴۴۳/۱۰/۲۵
د سرپل ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست (۴۳۱۶۰۷) څلور سوه یو دېرش زره او شپږ سوه او اووه افغانۍ عواید راټول کړل.
یاد شوي عواید پّ سرپل ولایت کې د دولتي ځمکو د په اجارې له ورکړې، د کدستري معلوماتو، مخابراتي انتونونو او د تېرو کلونو د باقیدارۍ له درکه په مرکز او ولسوالیو کې راټول شوي دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له تحول وروسته په بېلا بېلو ولایتونو کې د دولتي ځمکو او ملکیتونو د په اجارې د ورکړې له درکه سلګونه زره افغانۍ عواید راټول کړي او دغه پروسه په شفاف ډول روانه ده، چې راټول شوي عواید د دولت خزانې ته انتقال شوي دي.