سرپل ولایت کې د اجباري راستنېدونکو لپاره د ښارګوټي تفصیلي پلان جوړ شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۱:۲۳
سرپل

۱۴۴۶/۰۹/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس رئیس او دغه راز د عملیاتي چارو کمېټې مشر محترم حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د کمېټې په ګډو هڅو یې سرپل ولایت کې د مهاجرینو د مېشت کېدو په موخه د ښارګوټي تفصیلي پلان بشپړ کړ.

ښاغلی حافظ انجنیر لطیف وایي، دغه تفصیلي پلان د سرپل ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د جوړېدونکي ښارګوټي لپاره دی.

نوموړی وایي، یاد تفصیلي پلان د (1247.5) جریبه ځمکې لپاره جوړ شو چې، (1053) استوګنیزې نمرې لري.

دغه راز نوموړی زیاتوي چې، یاد ښارګوټی به د (10530) کسانو د ژوند کولو لپاره چمتو شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې، د اجباري راستنېدونکو کډوالو د مېشت کېدو په موخه په هر ولایت کې مناسب ښارګوټي ډیزاین کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت