زابل کې څه باندې ۲۶۱ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱ - ۱۲:۳۱
زابل

ښار جوړولو او خمکو وزارت په هېواد کې  د دولتي ځمکو  بانک  برنامې د پلي کېدو پر مهال زابل ولایت اړوندو سېمو  په ۱۸۵ قطعو کې ۲۶۱۷۵۶ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۲۵۶۶۶ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۵۰۹۶ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلالبیلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۴۱
Background image

په کابل ولایت کې د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د کابل ولایت په مرکز کې د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د توپوګرافي سروې چارې پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۲۳
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۵

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو،د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شا بابا مینې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۸:۵۸
Background image

په فاریاب ولایت کې د نوي جوړې شوې چهل ګزي ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره د ځمکپېژندنې سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۵

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د نوي جوړې شوې چهل ګزي ولسوالۍ د تفصیلي پلان د چمتو کولو په موخه د ځمکپېژندنې سروې چارې پیل کړې.

د سروې له پیل وړاندې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت