راستنو شویو کډوالو ته د استوګنې نوې هیله؛ څه باندې ۲۰۰۰ کورنیو ته د ځمکو نمرې ووېشل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۵۸
کډوال

۱۴۴۷/۱۲/۷

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د راستنو شویو مهاجرو کورنیو لپاره د دایمي مېشتېدنې بهیر په دوام، د پنجشنبې او شنبې ورځو په جریان کې زرګونو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ټینګار کوي چې د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او هوسا ژوند لپاره به د ځمکو د وېش دا لړۍ لا هم په چټکۍ سره دوام ولري.

په ننګرهار ولایت کې ۵۰۲، کندهار کې ۲۹۴، کندز کې ۳۱۶، هلمند کې ۴۵۳، فراه کې ۱۴۶، فاریاب کې ۱۳۵، غزني کې ۱۰۱، پکتیکا کې ۴۶ او نیمروز کې ۱۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ورکړل شوې دي.

د پنجشنبې او شنبې ورځو په ترڅ کې ټولې ۲۰۱۱ استوګنیزې نمرې راستنو شویو کورنیو ته ووېشل شوې.

همداراز، د وېش د روان بهیر له پیل راهیسې تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۳۴ زره او ۱۴۱ کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې دي.

دغه اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې زرګونه راستنې شوې کورنۍ د سرپناه او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو له جدي اړتیا سره مخ دي.

د ځمکو د نمراتو وېش نه یوازې د کډوالو لپاره د نوې هیلې پیغام ګڼل کېږي، بلکې د باثباته او هوسا راتلونکي پر لور یو مهم ګام هم بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت