د کور او ښار جوړولو وزیر په ننګرهار کې د مهاجرینو د ښارګوټو د چارو د سمون لپاره له مسؤلینو سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳۹
۱

۱۴۴۷/۱۱/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ختیځ زون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د اړوندو ادارو له مسؤلینو سره د مهاجرینو د ښارګوټو د چارو د ښه تنظیم، پرمختګ او اغېزمن مدیریت په موخه ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د یادو ښارګوټو د اوسني وضعیت، شته ستونزو او راتلونکو پلانونو او د نمرو د ویش په اړه هر اړخیز بحث وشو.

محترم وزیر د همغږۍ پر پیاوړتیا، د چارو پر چټکتیا او د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او اړوندو ادارو ته یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې، څو د مهاجرینو لپاره د استوګنې ښارګوټو چارې په منظم، معیاري او اغېزمن ډول پر مخ ولاړې شي.

ښاغلي حقاني همداراز وویل چې وزارت ژمن دی څو د مهاجرینو د بېرته راستنېدو او مېشتېدو بهیر ته اسانتیاوې برابرې کړي او په دې برخه کې به له ټولو اړوندو ادارو سره ګډه همکاري نوره هم پراخه کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په هېواد کې د ښاري پراختیا، معیاري استوګنې او بنسټیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې مهم مسوولیت لري. د مهاجرینو د راستنېدو له زیاتېدو سره، د ښارګوټو جوړول او مدیریت د دې وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي، تر څو راستنېدونکو ته مناسب، خوندي او باکیفیته د استوګنې چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۴۹
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د مهاجرینو بلاکونو له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د مهاجرینو د بلاکونو اړوند پروژو له روانو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال ولیدل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۹
Background image

د نوي کابل ښار په محمدیه ښارګوټي کې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامداره نظارتي پروګرامونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵۸
Background image

د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریتونو د دوامداره نظارتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت