د کور او ښار جوړولو وزارت رهبري هیئت ناسته تر سره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۱۳
hiat rahbari

۱۴۴۶/۵/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د دې وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني، مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او د دې وزارت یو شمیر رئیسانو او مسؤلینو په ګډون ناسته وشوه.

په دې ناسته کې، د وزارت اړوند پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې، په ځانکړې توګه د ماسټر پلان پر تطبیق او د ښارونو پر تفصیلي پلان خبرې وشوې.

په یاده ناسته کې، د ولایتونو او ولسوالیو د ښاري پراختیا، د پلانونو د څارنې او د کابل ښار د سړکونو پر اصلاحي پلان خبرې وشوې.

په ورته وخت کې، په مرکز او ولایتونو کې د وزارت اړوند وسایلو او اړتیاو خبرې وشوې چې باید د چارو د لا ښه تنظیم په موخه دې وسایل برابر شي او انجنیري ټیمونه دې د سروې په موخه ولایتونو ته سفر وکړي.

په غونډه کې یادونه وشوه، چې په هر ډول شرایطو کې دې د شخصي ګټو پر ځای د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

په قلعه نجارا کې د ساختماني چارو د قانوني وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د قلعه نجارا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

دمیدان وردګ په چک ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیمونو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په دشت توپ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د جوړولو په موخه د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۳
Background image

په ننګرهار کې د پخوانیو ساختماني مواردو تعقیبي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي مدیریت تخنیکي ټیم، د جلال‌اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند د میوې منډوي په ساحه او بي ‌بي زینب. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت