د کور او ښار جوړولو وزارت د تېر یو کال فعالیتونه او لاسته راوړنې له ملت سره شریکې کړې.

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۰:۱۴
حسابدهی دولت به ملت

۱۴۴۶/۰۲/۰۱

ملت ته د دولت د حساب ورکولو په لړ کې دا ځل د کور او ښار جوړولو وزارت د تېر یو کال فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو خپل کاري راپور وړاندې کړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، دغه وزارت په تېر کال کې د ښاري چارو په برخه کې (57) پلانونه طرح، ترتیب او منظور کړي، چې له جملې یې د خوست او پُل علم ماسټر پلانونه ، د لښکرګاه، غزني، اسعد اباد او میدان ښار هادي پلانونه او دغه راز د لوړ شاولیکوټ او کوز شاولیکوټ ولسوالیو، لوړ میوند ولسوالۍ او غورک ولسوالۍ تفصیلي پلانونه دي چې ترڅنګ یې د څو ښارونو لپاره د بهسازۍ پلانونه طرح، ترتیب او منظور شوي دي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، پر دې سربېره یې د زابل شملزي ګمرک لپاره تفصیلي پلان طرح او ترتیب کړی، د قطر هستوګنیزې پروژې د لومړي فاز چارې یې بشپړې او په نږدې راتلونکي کې به یې د دویم فاز چارې پیل کړي او دغه راز د نیله باغ هستوګنیزې پروژې عملي چارې پیل شوي، چې شاوخوا ۲۵ سلنه یې پرمختګ کړی او تمه ده په (38) میاشتو کې بشپړې شي.

نوموړي په دغه خبري کنفرانس کې وویل، د کابل ښاروالۍ سره په ګډه یې د کابل ښار د سړکونو شبکه جوړه او عملي کارونه یې د ښاروالۍ له لوري روان دي.

د هغه په خبره، کندهار ولایت کې یو کوچنی ښارګوټی جوړ او تسلیم شو او په هلمند ولایت کې د (500) کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوي دي.

دغه راز یې، ننګرهار کې د (20) زره کورنیو لپاره د مسکن په موخه سروې ترسره کړي او په (29) ولایتونوکې د مهاجرینو لپاره یې (46) ښارګوټي چمتو کړي دي.

سرپرست وزیر وویل، د موجوده پلانونو پر بنسټ یې په کابل کې د کم منزله او لوړ پوړو ودانیو حقوقي او تخنیکي راپور د کابل ښاروالۍ سره په ګډه چمتو کړی چې د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ته به وړاندې شي.

نوموړي زیاته کړه، په کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمولو په موخه یې د کابل په څلورو برخو چهاراسیاب ولسوالۍ، خاکجبار، استالف او ارغندې کې د بار وړونکو موټرو لپاره د ترمینل جوړولو په موخه ترانسپورت وزارت ته د ځمکې په انتقال، پلان، طرح او ښاري او ساختماني ډیزاین کار پیل او روان کړی دی.

سرپرست وزیر وویل، د ټول هیواد په کچه (3181) د ښاري تخلفاتو موارد معلوم او د مخنیوي لپاره یې لاس په کار شوي يوو.

په نوي کابل ښار کې د یو معیاري طبي کمپلیکس جوړولو په موخه پر پلان، طرح او ډیزاین کار پیلول، د کابل – کندهار پر لویه لاره د مساجدو جوړولو په موخه (312) نقشو د طرحې او ډیزاین، کابل کې د جمهوریت روغتون په نوي تعمیر کار او داسې نور مهم موارد هغه ټکي وو، چې ښاغلي سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني یې یادونه وکړه.

ورپسې د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني دغه کنفرانس کې وویل، د (13) ښارونو لپاره یې تفصیلي پلانونو باندې کار پیل او دوام لري.

ښاغلي شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، د هرات (8) ناحیو او د لغمان، مزار شریف، کندز، فاریاب او فراه ولایتونو د ځینو سیمو لپاره یې اصلاحي پلان جوړ کړي دي.

د تاریخي ابداتو او قدیمي ښارونو د خوندیتوب او ترمیم برخ کې د طرزالعمل مسوده، د هرات قدیمي ښار، د بامیانو قدیمي ښار او د څو نورو ښارونو د خوندیتوب او ترمیم لپاره پلان، د ګردیز بالاحصار د ترمیم پر طرحې او ډیزاین کار، د کندهار تاریخي ښار د مرمت لپاره د بهسازۍ پلان او داسې نور موارد بیا هغه موضوعات وو، چې ښاغلي بامیاني یې په تړاو وضاحت ورکړ.

ورپسې ملت ته د دولت د حساب ورکولو کنفرانس کې د دغه وزارت د نشراتو رئیس او ویاند محمد کمال افغان وویل، دغه وزارت په مرکز او ولایتونو کې د (249) مهندسۍ نقشو طرح او ډیزاین کړی، (163) ساختماني نقشې یې ویزه کړي او پر (23) نورو یې کار روان دی.

محمد کمال افغان وویل، (99) پروژې د مهندسۍ او انجنیرۍ نقشو له مخې براورد شوي، د شپږ ولایتونو(میدان وردګ، پکتیکا، خوست، لوګر، کندهار او زابل) لپاره د ساختماني شبکاتو د پلان طرح او ډیزاین شوی او د امارتي تصديو اړوند د (1620) تعمیرونو قیمت ګذاري شوې ده.

د نوموړي په خبره، (750) کسانو ته یې په مناسب بستونه کې دنده ورکړې، (454) د وزارت کارکوونکو ته یې په کور دننه او بهر د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې او دغه راز یې، د ځینو هېوادونو له سفیرانو او چارسمبالو سره په ناستو کې له هغوی غوښتي چې د منظمې ښاري ودې او پراختیا، زیربناء ، مسکن او نورو برخو کې خپل پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱
Background image

د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، در یاست اړوند تخنیکي ټیم د څار له مخې، د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

په جوزجان ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي عبدالله فیضان وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د یو باب مسجد شریف د جوړولو له چارو څارنه. . .

BACK TO NEWS