د کور او ښار جوړولو وزارت دا ځل (94) نور مرکزي خالي بستونه اعلانوي.

Publish Date
Closing Date
Location
ازادی مطابع ته مخامخ درېيم مکروریان د کور او ښار جوړولو وزارت
د کور او ښار جوړولو وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې په همکارۍ، کار اهل کار ته د سپارلو او یوې سالمې او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه، د تېرو اعلانونو په دوام، دا ځل (۹۴) نور مرکزي خالي بستونه له ۱۴/وږی/۱۴۰۳ څخه تر د ۲۵/وږی/۱۴۰۳نېټې اعلانوي.
په شرایطو برابر نوماندان کولای شي، د غوښتنې فورمې له لاندېني لینک ترلاسه او د ډکولو څخه وروسته د (Pdf) په بڼه چې حجم یې تر (5MB) ډېر نه وي، دغه برېښنالیک (recruitment.arcsa@aop.gov.af) ته واستوي.
دغه راز په شرایطو برابر نوماندان کولای شي، د غوښتنې فورمې د کور او ښار جوړولو وزارت د بشري سرچینو محترم ریاست د استخدام امریت څخه چې د کابل په درېیم مکروریان سیمه کې ازادۍ مطبعې ته مخامخ موقعیت لري، ترلاسه او له ډکولو وروسته یې بېرته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې پر کرښه (انلاین) او حضوري ډول دې د غوښتنې فورمې له استولو څخه ډډه وشي، ترڅو په یو بست کې د فورمو له تکرار مخنیوی وشي.
په یاد ولرئ!: د غوښتنلیک فورمې سره د تحصیلي اسنادو، د کاري تجربې اسنادو او د تابعیت تذکرې کاپي حتمي ده.
د اړیکو شمېرې: 0202300714/ 0202143058
د اعلان شویو بستونو د جدول لینک:
https://drive.google.com/file/d/1_sRXfQbSPUQHJ5dsuJxD-W2z_atcsm4k/view?usp=sharing
د غوښتنې فورمې لینک:
https://docs.google.com/document/d/1fwRY7LKrBhL5gs2EYV0iNG_YHz6DHLBG/edit