د کور او ښار جوړولو وزارت، راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته تېره ورځ یکشنبه (١٤٩١) استوګنیزې نمرې ووېشلې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۲:۵۹
مهاجرین

۱۴۴۷/۱۲/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، په اوو ولایتونو کې (١٤٩١) استوګنیزې نمرې ووېشلې.

د تېرې یکشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې (۳۱۰) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته، سمنګان کې (۲۰۰) کورنیو ته، زابل کې (۱۳۲) کورنیو ته، فراه کې (۴۴۷) کورنیو ته، کندز کې (۱۸۲) کورنیو ته، هلمند کې (۱۷۵) کورنیو ته او په غزني ولایت کې (۴۵) کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وایي، دا چاره یې ځکه ګړندۍ کړې، څو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو لپاره مناسب فرصتونه برابر شي.

ښاغلی وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني وایي، د یاد پروګرام موخه د راستنو شویو کورنیو د اساسي اړتیاوو پوره کول، د منظمې ښاري پراختیا رامنځته کول او د ژوند د ښه چاپېریال برابرول دي.

دا یوازې هغه شمېرې دي چې تېره ورځ یکشنبه (١٤٩١) نمرې وېشل شوې دي، خو په ټوله کې تر دې دمه (٢٨٧٦٨) استوګنیزې نمرې وېشل شوې او دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د ځمکو وېش به د منظور شوو طرزالعملونو او شفافو معیارونو له مخې دوام ومومي، څو راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته په عادلانه ډول د استوګنې زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۷
Background image

په زابل ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۱

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د څار او پلي کېدو ټیم له لوري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د نوي جوړېدونکي مسجد له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۳۴
Background image

د هرات تورغونډۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۰۵/۱۲/۱

د هرات ولایت د تورغونډۍ ګمرک اړوند د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د څارنې په لړ کې، د یاد مسجد د ګنبد سلب د سیم‌ تړلو د بشپړېدو بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د ارزونې پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۰
Background image

په کندهار کې د جامعه عمر د پراختیايي پروژې عملي چارې رسماً پیل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۰۱

کندهار کې د جامعه عمر، پراختیایي پروژې د عملي چارو د پیلولو موخه د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا محترم معین الحاج مولوي ګل زرین صابر،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت