د کور او ښار جوړولو  قانون بیا کتنه روانه ده

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۶ - ۱۱:۶
picture

1444/07/13

د کور او ښار جوړولو وزارت  د اصولي اسنادو د طی مراحل کمیټې په خپله اوومه ناسته کې د دې وزارت قانون څېړنه او ارزونه پیل کړه .

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو  محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني چې د دې کیمټې مشري یې په غاړه ده د کور او ښار جوړولو قانون یې اړین اودمهم یاد کړ او زیاته یې کړه چې یاد قانون ځینو تعدیلاتو ته اړتیا لري.

هغه وویل چې د کور او ښار جوړولو قانون ځکه ډیر اړین دی چې د ښارونو،  ټولنې  او  د ښاریانو راتلونکی د دې قانون پورې تړلی دی.

دښاري چارو محترم مرستیال د دې کمیټې له غړو وغوښتل چې د کور او ښار جوړولو قانون په دقیق ډول وڅیړي،  تر څو تخنیکي او حقوقي ستونزې  یې له منځه لاړې شي  او یو روښانه او ځواب ویونکی قانون رامنځته شي.

د دې کمیټې غړو هم د قانون په دقیقه بررسي ټینګار وکړ او  د اړوندو بنسټونو د مرستې غوښتنه یې وکړه او تر دې مهاله د دې کمیټې لخوا ځینې موارد تعدیل او ځینې موارد اضافه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې دکور او ښار جوړولو قانون تر دې مخکې په (6)فصلونو او (30) مادو کې چمتو شوی و، چې دمګړۍ یې په تعدیلاتو او بیا کتنې کار روان دی

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۰
Background image

د کابل ښار د نیله باغ استوګنیزې پروژې چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۰۵/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیله باغ استوګنیزه پروژه د یاد وزارت له مهمو او سترو و پروژو څخه ده، چې د چین هېواد د بې‌عوَضه مرستو په مټ رغول کېږي.

د یادې پروژې مسؤلین. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۵
Background image

په غزني ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د یوې ودانیزې پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د احاطې دیوال، سنګ‌ کارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۵۲
Background image

په کابل ښار کې د خوشحال‌ خان د سیمې د ودانیو د قانوني وضعیت د څارنې لپاره د ښاري سرغړونو ریاست تخنیکي ټیم لیدنه وکړه

1447/05/19

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د خوشحال‌خان له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت