د کندهار ولایت د کنفرانسونو ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې شوې
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د کندهار ولایت د کنفرانس خونو ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.
دا دوه پوړیزه ودانۍ په ۷۱۲ متر مربع ځمکه کې د ۳۳ میلیونه او ۲۳۶ زره افغانیو په ارزښت په اساسي ډول جوړه شوې ده.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د ټولګټو پروژو په عملي کولو د هېواد په کچه سیمه اییزه حکومتولي پیاوړې کړې او همداراز خلکو ته د اساسي خدماتو وړاندې کولو کچه لوړوي.
###