د کاسا زر پروژې انتقالي برېښنا په مسير کې له شلو د زياتو پايو د نصب ځايونو د مالکيت حق تثبيت شو 

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۰ - ۱۱:۳۴
کاسا زر

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ټول‌ګټو پروژو د چارو انسجام رياست د راپور له‌مخې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کاسا زر پروژې انتقالي برېښنا د لېږد لپاره د پايو نصبولو په موخه په  ۲۹ ځايونو کې د مالکيت حق د تثبيت چارې بشپړې شوې.

له دې ډلې څخه ۹ جريبه دولتي ځمکه تثبيت شوې ده. 

  ښار جوړولو او ځمکو وزارت په کندز، بغلان، پنجشېر، کاپيسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولايتونو کې د کاسا زر پروژې په مسير کې د جايدادونو د مالکيت حق په تثبيتولو سره د يادې پروژې پلی کولو ته زمينه برابروي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت