د کابل – کندهار لویې لارې په شاجوی ولسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
کابل کندهار شاجوی

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د کابل – کندهار په لویه لاره د شاجوی ولسوالۍ په ساحه کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څخه ساحوي تخنیکي نظارت ترسره شو.

یاد مسجد شریف چې د معیاري ساختماني موادو په کارولو او د تخنیکي اصولو په رعایت سره جوړېږي، د نظارت پر مهال یې ټولې چارې له نږدې و ارزول شوې.

د ساحوي نظارت په جریان کې څرګنده شوه چې د ودانیزو چارو بهیر د منظور شوو نقشو مطابق روان دی، د ساختماني معیارونو بشپړ رعایت پکې شوی او د کار کیفیت د قناعت وړ دی.

په اوسني پړاو کې د چت پلسترکاري، د سپټیک څاه سیخ‌ تړل، قالب‌ تړل او کیورنګ چارې په جریان کې دي او پاتې ساختماني چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي.

د تخنیکي ارزونې له مخې، یاده پروژه د ښه کیفیت او منظم پلان له مخې پر مخ روانه ده او تمه کېږي چې پاتې چارې به هم په ټاکلي وخت او معیاري ډول بشپړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۹
Background image

د نوي کابل ښار په محمدیه ښارګوټي کې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامداره نظارتي پروګرامونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵۸
Background image

د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریتونو د دوامداره نظارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۲:۸
Background image

په کابل کې د نیمه ‌کاره ودانیو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت