د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د جوړېدونکو ودانیو له چارو څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۲۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې د لومړي او دویم ګذر ترمنځ د سړک په اوږدو کې د جوړېدونکو ودانیو له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.
د څارنې پر مهال هغه ودانۍ وکتل شوې چې د نافذه قوانینو، منظور شوو ښاري پلانونو او د ګاونډیانو د حریم د احتمالي سرغړونې نښې پکې لیدل کېدې، چې له ډلې یې د غیرقانوني کړکیو او هسکو کړکیو جوړول شامل وو.
همداراز، له هغو ودانیو د مالکانو څخه چې د خپلو ودانیزو چارو رسمي اسناد او جوازونه یې نه وو وړاندې کړي، غوښتنه وشوه چې اړوند اسناد د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، ترڅو له دقیقې ارزونې او منظور شوو پلانونو سره د مطابقت وروسته، د سرغړونې د تثبیت په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.
د دغې څارنې موخه د ودانیو د جوړولو د چارو له ښاري پلانونو سره سمون، د غیرمعیاري ګڼېګوڼې مخنیوی، د ښاري بېنظمۍ مخنیوی، د ګاونډیانو د شخصي حریم او حقونو ساتنه، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت ښه والی دی.
د یادونې وړ ده چې د ښاري سرغړونو دمخنیوي ریاست د محترم رئیس په لارښوونه، د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د ودانیو د څارنې او ارزونې بهیر په دوامدار او هدفمند ډول روان دی او د هر ډول سرغړونې پر وړاندې به د نافذه قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره کېږي.
