د کابل ښار په هود خیلو سیمه کې د یو باب ښوونځي د جوړولو چارې پایته ورسېدې
ښارجوړلو او ځمکو وزارت د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د هود خیلو اته صنفي ښونځي له جوړولو سره ښوونکو او زده کوونکو ته د زده کړې او تدریس مناسبه فضا برابره کړه.
دا دوه پوړیزه ښونځی په ۹۵۲ متر مربع ځمکه کې د ۲۲ میلیونه و ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت د افغاني کور جوړولو ادارې د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو د تولید فابریکې له لارې جوړ شوی دی.