د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند د پلي لارو او سړکونو د پاک ساتلو په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۵
ناحیه پنجم

۱۴۴۷/۸/۲۸

د ښار پاک ساتل او ښاري قوانین مراعتول د هر افغان دنده ده، چې باید ترسره یې کړي او یوازې مسؤلو ادارو ته لاس ترزنې پاتې نه شي.

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست، اړوندو د عامه پوهاوي او نظارت له امریتونو څخه جوړ شوي ټیمونو، د کابل ښار پنځمې ناحیې د کمپنۍ سړک په ساحه کې له ښاري فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې موخه هغه لاس پلورونکو، کراچۍ لرونکو او نورو کسب ‌کارانو ته عامه پوهاوی ورکول وو، چې د کمپنۍ سړک په مسیر کې یې د سړکونو او پلي لارو له حریم څخه استفاده کوله او د تګ راتګ خنډ یې رامنځته کړی و.

د یادې لیدنې پر مهال اړوندو اشخاصو ته وویل شو، چې د یادې نېټې له ثبتېدو وروسته به د ۳۰ ورځو په موده کې پلي لارې او د سړک حریمونه تخلیه کړي او یا هم د خپلو پلور ځایونو د انتقال او بدیل ځای موندلو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

ټینګار وشو چې د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو وروسته به د سرغړوونکو هېڅ ډول شکایت د منلو وړ نه وي.

د یاد اقدام موخه د پلي لارو او سړکونو پاک‌ کول، د ګڼې ګوڼې مخنیوی، د سیمې هویت او هوساینه، د ښاریانو د ستونزو حل او په ښار کې د ښار جوړولو د قوانینو او مقرراتو د سم تطبیق ډاډمن کول دي.

یادې نظارتي او پوهاوي چارې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د رئیس په هدایت ترسره شوې، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې ښاري قوانین په سمه توګه پلي کېږي او د ښاري او ساختماني تخلفاتو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د کابل ولایت د سروبي اقتصادي زون په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د هدایت پر بنسټ، د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست په مشرۍ او د ملي جامع پلان، د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا پروګرام او د املاکو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۱۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاح شوي پلان تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت پر بنسټ، د محترم مولوي عبدالمنان حقاني، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۴
Background image

پکتیا ولایت کې د (جي ‌اېچ) روغتونونو د جوړېدو په پار د سروې او ځمکې د تثبیت چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲

پکتیا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د ګډ ولایتي پلاوي په همغږۍ، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د لس (جي‌ اېچ) روغتونونو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت