د کابل ښار پنځمه ناحیه کې د اپارتمانونو او ښارګوټو له ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د قمبر څلورلارې سیمه کې د نبي زاده اپارتمانونو او د سره میاشت ښارګوټي له ساختماني چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.
یاده څارنه د اړوندو تخنیکي برخو د متخصصو ټیمونو له لوري په هر اړخیز ډول ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د ساختماني چارو وضعیت، د منظور شوو نقشو تطبیق او د ښاري اصولو رعایت له نږدې وارزول شو.
د نبي زاده اپارتمانونو د څارنې پر مهال، د ودانۍ له مالک څخه غوښتنه وشوه چې منظور شوې نقشه اړوند تخنیکي ټیم ته وړاندې کړي، څو د ودانۍ تخنیکي ارزونه د نقشو له مخې ترسره او احتمالي سرغړونې تثبیت شي.
همداراز، د سره میاشت ښارګوټي څخه هم لیدنه ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې هغه ساختماني چارې بېرته ودرول شوې چې مخکې تر دې توقف شوې وې، خو په غیرقانوني ډول بیا پیل شوې وې.
د دغو څارنو اساسي موخه د ښاري پلانونو دقیق تطبیق، د غیرمعیاري تراکم مخنیوی، د ساختماني کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت پیاوړتیا ده.
