د کابل ښار د ده افغانانو په دوهمه ناحیه کې د دغوچک سیمې سروې او ساحوي مطالعات پیل شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۶:۲۰
دوهمه ناحیه

۱۴۴۸/۳/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دوهمې ناحیې اړوند د ده افغانانو په دغوچک سیمه کې د تاریخي ساحې د سروې او ساحوي مطالعاتو چارې پیل کړې.

یادې سروې او مطالعات د تاریخي او فرهنګي میراثونو د پېژندنې، ثبت او مستند جوړولو او د سیمې د تاریخي ارزښتونو د تثبیت په موخه ترسره کېږي. تخنیکي ټیم هره اوونۍ درې ورځې په ساحه کې حضور مومي او د سروې او مطالعاتو اړوند چارې ترسره کوي.

د سروې په بهیر کې تاریخي ودانۍ، د ځمکو کارونه، کوڅې، سړکونه او نور مهم ښاري او تاریخي عناصر تثبیت او ارزول کېږي. همدارنګه، جغرافیایي موقعیتونه ثبتېږي، له ساحو او تاریخي آبداتو تخنیکي انځورونه اخیستل کېږي او د سیمې له اوسېدونکو څخه د پوښتنلیکونو او حضوري مرکو له لارې د سیمې د تاریخي مخینې، اوسني وضعیت، فرهنګي ارزښتونو او د خلکو نظرونو په اړه معلومات راټولېږي.

د راټولو شوو معلوماتو پر بنسټ به تخصصي او تخنیکي نقشې برابرې او د دغوچک ده افغانانو د تاریخي سیمې د ساتنې او دوامدار مدیریت لپاره به لازمې طرحې او پلانونه چمتو شي.

د یادونې وړ ده چې د کابل ښار د دوهمې ناحیې د اندرابي سیمې سروې او ساحوي مطالعات مخکې بشپړ شوي او د دغوچک ده افغانانو له سروې وروسته به د مرادخاني تاریخي سیمې سروې هم پیل شي. دغه لړۍ به د کاري پلان له مخې په نورو ټاکل شوو تاریخي سیمو کې هم دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت