د کابل ښار د تاریخي ودانیو د بیارغونې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست د ښاري جوړښتونو د تخنیکي څارنې ټیم د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند، د تیمورشاهي مقبرې څخه تر مرکزي پولي کلینیک پورې د کابل سیند پر غاړه د تاریخي ودانیو د بیارغونې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د دې څارنې موخه د تاریخي ودانیو د بیارغونې د چارو ارزونه، د زړو ښاري جوړښتونو د ساتنې له اصولو سره د ترسره کېدونکو فعالیتونو د مطابقت ډاډمنول او د تاریخي سیمو د اصالت او فرهنګي هویت خوندي ساتل وو.
د لیدنې پر مهال د ودانیو له مالکینو او مسؤلینو سره د تاریخي ښاري جوړښتونو د ارزښت، د تاریخي آبداتو د ساتنې د اصولو او د معیاري بیارغونې د لارو چارو په اړه لازمې تخنیکي سپارښتنې او لارښوونې شریکې شوې.
همدارنګه ټینګار وشو چې د تاریخي ودانیو د ترمیم او بیارغونې ټولې چارې باید د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو، د تاریخي آبداتو د اصالت د ساتنې اصولو او د زړو ښارونو د خوندیتوب له مقرراتو سره سم ترسره شي، ترڅو د سیمې تاریخي هویت او فرهنګي ارزښت د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي او پایدار پاتې شي.
په همدې موخه د بیارغونې مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې د تاریخي ودانیو د ترمیم پر مهال له دودیزو او اصیلو ساختماني موادو څخه ګټه واخلي او ټولې تخنیکي چارې د منظور شویو معیارونو او مسلکي اصولو له مخې پر مخ یوسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد د تاریخي ښارونو، لرغونو ودانیو او فرهنګي میراثونو ساتنه، معیاري بیارغونه او دوامداره تخنیکي څارنه د خپلو مهمو ملي مسؤلیتونو او لومړیتوبونو څخه ګڼي.
