د کابل ښار د باغ بالا تاریخي ساحې څخه د سرغړونو مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت، د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست، د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د باغ بالا تاریخي ساحې څخه د سرغړونو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره کړه.
د ترسره شوې ساحوي ارزونې په مهال، د پراختیایي پروژو د مداخلو په څرنګوالي کې ځینې تخنیکي ناهمغږي تثبیت شوې.
د موندنو له مخې، که څه هم د پلي لارو، سړکونو او شنو ساحو د سمون اړوند یو شمېر رغنیزې چارې ترسره شوې دي، خو د ځینو پروژو اقدامات د فرهنګي میراث د ساتنې له اصولو، د تاریخي اصالت د خوندیتوب او د سیمې د تاریخي منظرې له ځانګړتیاوو سره بشپړ سمون نه لري، چې دا چاره کولی شي د سیمې پر تاریخي هویت او چاپېریالي اهمیت منفي اغېز وکړي.
د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی و رعاه د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ۵/۱ نېټې د (۱) ګڼې فرمان او د ایکوموس نړیوالو معیارونو ته په اشارې سره ټینګار کوي، چې په تاریخي ساحو کې هر ډول مداخله باید د تاریخي اصالت د ساتنې، محدودې مداخلې او د تاریخي منظرې د همغږۍ له اصولو سره سم، ترسره شي.
د همدې ارزونو پر بنسټ، موجودې مداخلې بیاکتنې، بیا تنظیم او د اړوندو ادارو دقیقې تخنیکي څارنې ته اړتیا لري، څو د باغ بالا د تاریخي هویت د تدریجي زیان مخنیوی وشي.
د کور او ښار جوړولو وزارت، د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست د تاریخي آبداتو د ساتنې او د هېواد د فرهنګي هویت د خوندیتوب لپاره خپلو هر اړخیزو هڅو ته دوام ورکوي.
