د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند سیمو کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۸
اوولسمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۲/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند د کوتل سړک له مسیر څخه تر وروستیو ساحو پورې، د ادروګل او طلایي ښارګوټو په ګډون، ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

یاده څارنه د ښاري سرغړونو د رسېدنې او اطلاع ‌رسونې اړوندو امریتونو د تخنیکي ټیمونو له لوري ترسره شوه، چې موخه یې د هغو دوکانونو، ورکشاپونو، رستورانتونو او ساختماني فعالیتونو ارزونه او تنظیم و، چې د تفصیلي پلان خلاف او په غیر اصولي ډول جوړ شوي وو.

د ارزونې پر مهال هغه موارد وڅېړل شول چې پکې د ښاري اصولو، منظور شوو پلانونو او نافذه مقرراتو د نقض نښې موجودې وې.

تر دې وړاندې د یادو ساحو مالکینو او کسبه ‌کارانو ته رسمي مهلت ورکړل شوی و، څو خپلې غیرمجازې ودانۍ او فعالیتونه د قانوني او تخنیکي معیارونو مطابق اصلاح کړي.

د څارنې په پایله کې یو شمېر مالکینو خپلې چارې درولې او د اصلاحاتو بهیر یې پیل کړی و، خو هغه موارد چې له ټاکل شوي مهلت وروسته هم د اصولو خلاف پاتې وو، د تخنیکي ټیمونو له لوري مهر او لاک شول او اړوندو اشخاصو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو خپلې چارې د تفصیلي پلان مطابق تنظیم کړي.

د دغو نظارتونو اساسي موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د غیرمعیاري او خودسرانه ودانیزو فعالیتونو مخنیوی، د ښاري نظم تأمین، د بې ‌نظمې ګڼې ګوڼې راکمولو او د ښاري مدیریت پیاوړتیا بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت