د کابل ژوبڼ د انتقال په اړه بحث او مشوره وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۴:۲۸
کابل ژوبڼ

۱۴۴۶/۱۲/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ، او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې، عدلیې، کورنیو چارو وزارتونو، ملي چاپېریال ساتنې ادارې او د کابل ښاروالۍ استازو په ګډون، د کابل ښار له اوسني موقعیت څخه د ژوبڼ د انتقال لپاره ځانګړې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم د تطبیق په موخه د کابل ښار څخه بهر د ژوبڼ لپاره د مناسب ځای د ټاکلو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

محترم شیخ حمدالله نعماني وویل، د کابل اوسنی ژوبڼ د ترافیکي ګڼې ګوڼې لامل شوی چې دا وضعیت هم د خلکو او هم د لیدونکو لپاره ستونزې رامنځته کړي دي.

ښاغلي سرپرست وزیر وویل، په کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره اړینه ده چې ژوبڼ یوې بلې پراخې او مناسبې سیمې ته انتقال شي.

نوموړی وایي، دا چاره به په ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمښت لامل او له بل پلوه خلک او سیلانیان د ژوو لېدو ته زړه ښه او لېواله شي او دغه راز به ورسره د امارت عواید هم زیات شي.

په ناسته کې تصمیم ونیول شو، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) حکم باید عملي شي او د دې لپاره دې د اراضۍ ریاست په مشرۍ هیئت له نېکمرغه لوی اختر وروسته اونۍ کې د اراضۍ، ښاروالۍ، چاپېریال ساتنې، کادستر او کور اوښار جوړولو وزارت استازي، د املاکو د ثبت کتابونو پر بنسټ یو مناسب ځای وټاکي او وړاندیز دې یې وکړي.

دغه راز تصمیم ونیول شو، چې د اوسني ژوبڼ ساحه دې د پراختیایي ساحې په توګه بېرته د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) مقام ته وړاندیز شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت