د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴۴
شکردرې ولسوالۍ

۱۴۴۷/۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو د رسېدنې ریاست اړوند د نظارت، عامه پوهاوي او ولسوالیو آمریتونو ګډو ټیمونو د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د څارنې او ارزونې بهیر ترسره کړ.

د دې نظارت موخه د کابل – شمال عمومي سړک په شاوخوا سیمو کې د هغو تولیدي شرکتونو او فابریکو پېژندنه او ارزونه وه، چې د ډبرو د تراش، د اوسپنې د ویلې کولو، پلاستیک، ګاز او نورو صنعتي فعالیتونو په برخو کې فعالیت کوي او په یادو سیمو کې په غیرپلاني ډول جوړې شوې دي.

د مسؤلینو په وینا، دا نظارت د دې لپاره ترسره شو چې په یاده سیمه کې د صنعتي فعالیتونو د غیرمنظم پراختیا مخه ونیول شي؛ ځکه د ښار جوړونې د قوانینو او مقرراتو له مخې صنعتي فابریکې او تولیدي فعالیتونه باید یوازې په هغو ټاکل شویو ساحو کې ترسره شي چې د صنعتي ښارګوټو لپاره ځانګړې شوې وي.

د نظارت پر مهال د فابریکو د فعالیت ځایونه او د فعالیت ډولونه وپېژندل شول او په اړه یې لومړني معلومات راټول شول. همداراز د فابریکو له مالکینو څخه وغوښتل شول چې د خپلو فعالیتونو اړوند اسناد او جوازونه وړاندې کړي، څو د ارزونې تر بشپړېدو وروسته د ښار جوړونې د نافذه قوانینو له مخې په اړه یې لازمې پرېکړې وشي.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د ښار جوړونې د قوانینو د تطبیق او د غیرقانوني ساختماني او صنعتي فعالیتونو د کنټرول مسؤلیت لري او په دوامداره توګه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نظارتي بهیر ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت