د ښار جوړولو او ځمکو وزیر د دې وزارت د ځمکوالۍ چارو مرستیال معرفي کړ

Nasiri_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۸:۱۸
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزیر محترم محمود کرزي د دې وزارت د ودانیزو چارو مرستیال، یو شمېر رئیسانو، امرینو او بېلابېلو څانګو مسوولانو په حضور کې ښاغلی بابر امیني د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځمکوالۍ چارو مرستیال په توګه معرفي کړ.

د دې معرفي غونډې په پیل کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي محمد غوث غوثي د دې وزارت د ځمکوالۍ چارو د مرستیال په توګه د ښاغلي بابر امیني د ګمارنې په اړه وویل چې نوموړی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست لوړ مقام د ۲۰/۰۳/۱۴۰۰ ه‍‍ ش کال د ۸۹۵مې ګڼې حکم پر بنسټ، ګمارل شوی دی.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزیر محترم محمود کرزي، د ښاغلي بابر امیني تجربو او زده‌کړو ته د اشارۍ تر څنګ د ځمکوالۍ چارو معینیت د دې وزارت له مهمو معینیتونو څخه یاد کړ او زیاته یې کړه چې د ځمکوالۍ چارو وضعیت په غوره‌والي او څرنګوالي کې به د ښاغلي امیني له تجربو څخه اړینه ګټه پورته شي.

نوموړي همداراز له ښاغلي امیني څخه غوښتنه وکړه چې ورسپارل شوې دنده په ښه ډول تر سره کړي او د سترو ملي برنامو په پلي کېدو، تصفيې چارو، استملاک، د ځمکې تبادلې او لېږد، کډسټر او نقشې اخیستلو، د قبالو ثبت او صادرولو، جیودیزي او کارټوګرافي په برخو کې خورا ډېره هڅه وکړي.
ښاغلی بابر امیني په حقوقو کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده‌کړې لري.

نوموړي همداراز د ځمکوالۍ چارو استملاک او اسکان مجدد عمومي ریاست سرپرست تر څنګ په بېلابلېو دولتي ادارو کې د رهبرۍ تر کچې په مدیریتي او تخنیکي چارو کې کار کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د کندهار ولایت په پنځلسمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د کندهار ښار په پنځلسمه ناحیه کې له هغو ساختماني چارو څخه ساحوي تخنیکي نظارت ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۳
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ناقانونه ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست، د رسیدګۍ، عامه پوهاوي او نظارت ټیمونو، د دوامداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې لپاره لابراتوار جوړوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې د لابراتوار لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

 په دغو مراسمو کې، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت