د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سر پرست د کندهار پوهنتون له استادانو سره وکتل
04/02/1444
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د کندهار پوهنتون له یو شمېر استادانو سره وکتل او د هغوی د ستونزو د حل په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د کندهار پوهنتون استادانو هغه ستونزې چې ور سره مخ دي د حل په برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو د وزارت له سرپرست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت موقف او اهمیت ته په کتو د هغوي اړتیاوو ته لومړیتوب ورکوي.
نوموړي زیاته کړه، د پوهنتونونو د استادانو ملاتړ کوي او د ستونزو د حل په برخه کې ورسره همکاري کوي.