د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر له کونړ والي سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۹ - ۱۲:۴۴
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمود کرزي د کونړ والي محترم عبدالستار میرزکوال سره لېدنه وکړه.

په دې ناسته کې د یاد وزارت د ښار جوړولو چارو معین محترم روښان ولسمل، مالي او اداري معینې محترمې خاطرې سادات، د کونړ د ښارجوړولو او ځمکو رئیس محترم عبدالعزیز مومند، د کونړ ښاروال محترم عبیدالله ساپي او یو شمېر نورو مسوولانو هم ګډون درلود.

د ناستې په پیل کې د کونړ والي محترم عبدالستار میرزکوال د خاص کونړ ښارګوټي د جوړېدو تر څنګ، د ولایتي اداري کمپلکس، قېمتي ډبرو د سوداګریز مرکز، د ولایت مقام مېلمستون، د ولسوالیو پرمختیایي پلانونو، د کونړ سیمه‌ییز پلان او همدا راز د کونړ په اووه ولسوالیو کې د ښاروالیو لپاره د ودانیو جوړول او د اسعداباد ښار پرمختیایي پلان تطبیق په برخه کې د وزارت د بېړنیو اقداماتو او همکاریو غوښتنه وکړه.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزي د خپلو څرګندولو پر مهال ډاډ څرګند کړ چې د ولایت مقام د مېلمستون د پروژې د ډیزاین پاتې چارې به ژر نهایي او تدارکاتو ته واستول شي او تر څنګ به یې د اسعداباد ښار د نوي ماسټر پلان د جوړیدو لپاره تخنیکي پلاوی هم دې ولایت ته واستول شي.

همدا راز محترم محمود کرزي ژمنه وکړه چې د خاص کونړ ولسوالۍ د نوي ښار د تخنیکي سروې او ځمکو تصفیې لپاره به هم پلاوی وګماري.

د ناستې په ترڅ کې د ځمکو تصفیې په اړه د بحث تر څنګ د نورګل، نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو د ښاري پلانونو نهایي کېدو او نورو مهمو پروژو د پلي کېدو په اړه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر له لوري اړوندو مسوولانو ته لازمې لارښوونې وشوې.

د کونړ ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست رئیس د خپلو خبرو پر مهال د خاص کونړ نوی ښارګوټی د دې ولایت د پرمختګ لپاره چې هوايي ډګر، د سید جمال الدین افغان پوهنتون اداري کمپلکس، صنعتي پارک، د استوګنیزو او تجارتي سیمو تر څنګ به په کې د لوبو او تفریح مرکزونه، سړکونه او نور عصري تاسیسات شامل وي، خورا مهم یاد کړ او د یادو تاسیساتو د جوړېدو په برخه کې یې په ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۴۶
Background image

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې له شنو ساحو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي او نظارتي ټیم د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۲۹
Background image

د قطر استوګنیز ښارګوټي له پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست رئیس او تخنیکي ټیم د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د قطر استوګنیز. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۶
Background image

په لښکرګاه ښار کې د یوه پټرول پمپ له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۵

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو مخنیوي تخنیکي ټیم د ورځنیو څارنو په لړ کې، د لښکرګاه ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د یوه پټرول پمپ له ودانیزو چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت