د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د بهسازۍ پنځه پلانونه منظور کړل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۲ - ۱۵:۲۹
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی په ملي شورا کې د خلکو د استازو، ښاروالانو او د ښارجوړولو د رئیسانو په حضور کې د فاریاب، سرپل، پروان او سمنګان ولایتونو لپاره د بهسازۍ پنځه پلانونه منظور کړل.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د ښارجوړولو او ځمکو په وزارت کې ترسره شوه، محترم محمود کرزی د یادو پلانونو منظوري او تطبیق یې غیر رسمي سیمو ته د ښو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره اړین وباله او له ټولو اړونده ادارو څخه یې وغوښتل چې په پوره همغږۍ او ژمنتیا سره یاد پلانونه تطبیق کړي.

 

په دې پنځه پلانونو کې د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ په لومړی ناحیه کې د تواچي کلان سیمې د بهسازۍ پلان، د سرپل ښار د لومړی او دویمې ناحیې د بهسازۍ پلان، د پروان ولایت د چاریکار ښار د نو اباد خواجه ها او د نو اباد خواجه ها او نو اباد خواجه سیاران توپدرې سیمې د بهسازۍ پلانونه او همدارنګه د سمنګان ولایت د ابیک ښار د قوش اسیاب بالا او قوش اسیاب پائین د بهسازۍ پلان شامل دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سکتوري ادارو سره په همغږۍ د بهسازی د پلانونو او احیاء مجدد پروګرامونو په تطبیق سره هڅه کوي ترڅو غیر رسمي او غیر پلاني سیمې په ښو استوګنیزو سیمو بدلې کړي ترڅو له دې لارې د غیر رسمي او رسمي سیمو ترمنځ توپیر له منځه لاړ شي او ټولو هېوادوالو ته یو شان ښاري خدمتونو وړاندې شي.

###

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت