د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست له یو شمېر راغلو هېوادوالو سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴۶
IM

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني د غزني ولایت د هغه پانګوالو ستونزې واورېدې چې په یاد ولایت کې یې یو ښارګوټي جوړ کړی.

راغلو کسانو یادونه وکړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مسؤلین دې په غزني کې د حکیم سنایي ښارګوټي په اړه خپلې څېړنې وکړي او هلته د راپورته شویو ستونزو د حل په موخه دې اقدامات وکړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني راغلو کسانو ته په دې اړه لازمې لارښوونې وکړې چې څنګه کېدای شي په دغه برخه کې یې شته ستونزې حل شي.

دغه راز ښاغلي وزیر یو شمېر نورو هغه هېوادوالو ته چې له بیلا بیلو ولایتونو راغلي وو د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او د حل په موخه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د نمیروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نیمروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۱۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت