د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د يو کال په اوږدو کې د دې وزارت لاسته‌راوړنې او فعاليتونه له رسنيو سره شریک کړل

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۸ - ۹:۴۹
ملت ته د دولت حساب

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ملت ته د دولت حساب ورکولو تر نوم لاندې خبري ناسته کې چې د رسنيو په مرکز کې ترسره شوه؛ په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د خپلو لاسته‌راوړنو او اجراتو په اړه رسنيو ته معلومات ورکړل.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محمد جواد پيکار په دې خبري ناسته کې د جمهوري رياست د عالي مقام (۲۷۱۲ګڼې، ۲۲ دلوې ۱۳۹۸) حکم له مخې ملت ته د دولت حساب ورکول؛ د هرې ادارې مسوولينو دنده او مهم مسوولیت ياد کړ او زياته يې کړه چې دا ډول ژمنتيا د افغانستان اسلام جمهوري نظام بنسټ تشکيلوي.   

محترم محمد جواد پيکار وويل: ښار جوړولو او ځمکو وزارت دا مهال په ټول هېواد کې د ۴۳۶۵ برحاله کارکوونکو په مرسته د ۳۴ ولايتونو ۳۶۴ ولسواليو ته د ځمکوالۍ چارو د تنظيم، د مسکن چارو د تنظيم، د ساختماني چارو د تنظيم، د ملي او ښاري پلانونو او د دولتي ځمکو او املاکو د مديريت په برخه کې پوښښ ورکوي. 

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست زياته کړه: دوی په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د ځمکوالۍ چارو د تنظيم په برخه کې ۵،۵ ميليونه دولتي ځمکه او املاک او ۵۰۰ زره جريبه د څړځايونو ځمکه سروې، ثبت او علامه‌ګذاري کړې ده. همدارنګه له ثبت شوې دولتي ځمکې څخه د مطلوبې استفادې چارې هم پيل شوي. په تېر يو کال کې ۲۰ زره جريبه ځمکه په بېلابېلو ولايتونو کې د ټول‌ګټو پروژو د تطبيق او شل زره جريبه نوره ځمکه په کابل، هرات او ننګرهار ولايتونو کې د بې ځايه شويو او بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د استوګنيزو نمرو په موخه وېشل شوې ده.  

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پيکار په دې خبري ناسته کې يادونه وکړه چې له سترې محکمې څخه ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته د قبالو د ثبت، اجرا او صدور مسووليت انتقال او په هرات ولايت کې په لومړي ځل د دې پروسې د عملي چارو پيلول، همدارنګه کابل او نورو ولايتونو ته د دې پروسې لېږدول؛ په روان لمريز کال کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مهمې لاسته‌راوړنې دي.

محترم محمد جواد پيکار وويل: « د ښاري پراختيا په عالي شورا کې د مسکن پاليسۍ له تصويب سره د کم عايد لرونکو، منځني عايد لرونکو او لوړ عايد لرونکو هېوادوالو لپاره د مسکن جوړونې په برخه کې اړينې اسانتياوې برابرې شوي دي. ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مسکن په برخه کې د نورو فعاليتونو تر څنګ د خواجه رواش، متحده عربي اماراتو او خوشحال خان مېنې ښارګوټو او د څلورم مکروريانو د پنځلسم بلاک د جوړولو چارې بشپړې کړي او ګټې اخېستنې ته يې سپارلي دي.  بل‌خوا د پيروزي ښارګوټي، د سنايي غزنوي ښارګوټي، د لاله ښارګوټي، په خوشحال خان مېنه کې د قطريانو ښارګوټي، په دارالامان کې د چينايانو ښارګوټي، د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د غالۍ اوبدونکو ښارګوټي او د تهيه مسکن بلاک، په هرات کې د بېرته راستنېدونکو لپاره د سعادت ښارګوټي او په کابل کې د التفات ښارګوټي د جوړولو چارې روانې دي چې په ټوليز ډول ۵۴۱۶ اپارتمانونه او ۲۲۳۰۰ استوګنيزې نمرې کيږي.  په ورته وخت کې شاخوا ۵۵ زره جريبه دولتي ځمکه د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو وارثينو لپاره ځانګړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به پرې ووېشل شي.»

 

په دې خبري ناسته کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست زياته کړه چې دې وزارت په کابل، هرات، مزارشريف، کندهار، جلال‌اباد، فراه، نيلي او باميان ښارونو کې ۸۰۰ زره کورونه سروې او ثبت کړي چې له دې ډلې يې ۲۵ زره کورونو ته د ملکيت سندونه ورکړي. همدارنګه د غير پلاني کورونو د ثبت او خونديتوب سربېره، د ښاري سکتور له بنسټونو، د کورنيو او بهرنيو متخصصينو او اکاډميکو بنسټونو سره په همغږۍ د غير رسمي ښاري سيمو د به‌سازۍ پاليسي جوړه شوې او دا مهال په غير رسمي ښاري سيمو کې د ۱۰۰ پروژو د پلي کولو چارې دوام لري چې د به‌سازۍ او بيا مېشتېدنې پروژو په تطبيق سره به غير رسمي ښاري سيمې پر ښايسته استوګنيزو سيمو بدلې شي او د ژوند ټولې لومړنۍ اسانتياوې به ورته برابرې شي.

 

د ماسټر پلان د چارو بشپړېدل او د ۱۴ دولتي بنسټونو په ګډون د دارالامان اداري کمپلکس د لومړي فاز ساختمانونو تفصيلي ډيزاين، د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې پر مټ په ۲۴ ولايتونو کې د ۸۰ ښوونځيو رغول، په مرکز او ولايتونو کې د ۲۴ تاریخي ابدو ترميم هغه څه وو چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت رهبري ورته اشاره وکړه.

په ياد خبري کنفرانس کې د ښاري او ملي پلان‌ګذارۍ په برخه کې په لومړي ځل د کابل ښار لپاره د چهارچوب برابرول او په نږدې راتلونکي کې د خوست، جلال اباد، هرات، مزار شريف او کندهار ښارونو لپاره هم ورته پلان برابرول، د بشري اسکانو لپاره د جنوبي کوريا له څېړنيز انسټيټيوټ سره د ستراتيژۍ او ملي فضايي پلان د تطبيق په موخه د همکارۍ هوکړه ليک لاسليکول؛ د لاسته‌راوړنو په ډله کې ياد شول.  

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه وويل:په خصوصي سکتور کې يې د پانګې اچوونې د جذب، د ملي عوايد لوړولو او له دولتي ځمکو څخه د موثرې او معقولې استفادې په موخه د دې وزارت په تشکيلاتي جوړښت کې د خصوصي سازۍ معينيت رامنځته کړی او په ۱۳۹۹ کال کې يې د خصوصي سکتور د پرمختګ، د کورنۍ او بهرنۍ پانګې‌اچوونې د جذب، د ملي عوايد د لوړولو او هېوادوالو ته د کار زمينې د برابرولو په موخه د پانګې‌اچوونې ۵۰ کڅوړې اعلان ته ورکړي.

محترم محمد جواد پيکار وایي: په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي اجرات د ځمکوالۍ چارو د تنظيم، د مسکن چارو د تنظيم، د ساختماني چارو د تنظيم، د ملي او ښاري پلان جوړونې او د دولتي ځمکو او املاکو د مديریت په برخه کې وو. د هغه په وينا د دې وزارت بوديجه په ټوليز ډول له ۵ ميليارده ۵۶۲ ميليونو څخه زیاته وه او د ۱۳۹۸ مالي کال تر پايه پورې ۸۷ سلنه مصرف شوې ده چې قناعت ورکوونکې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت رهبري پلاوي په دې وزارت کې د ښځينه‌و کارکوونکو شمېر له ۹ تنو څخه ۴۰۰ تنو ته لوړول د دې وزارت له ژمنو څخه ګڼي چې عملي کړی يې دی.

محترم محمد جواد پيکار د دې خبري ناستې په پای کې له بېلابېلو لارو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت نشراتي فعاليتونه وستايل او په دې برخه کې يې د لا ډيرو هڅو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود خان د استوګنیز او سوداګریز کمپلکس له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۴۴
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم مکروریان ښارګوټي له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۳۹
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست اړوند د تخلفاتو د مخنیوي او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت