د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تاریخچه او پېژندنه

د بېلابېلو څانګو د ودې او هدف ته د رسېدو په موخه د دولتي ادارو په تشکيلاتي او قانوني جوړښت کې اصلاحات راوستل، د اداري نظام د سمون لپاره اساسي اقدام ګڼل کيږي، دا چاره د یو هېواد وګړو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو زمینه برابروي.

نو په همدې اساس د ښار جوړولو او مسکن وزارت او د ځمکو اداره د يو اداري واحد په چارچوب کې د جمهوري رياست د عالي مقام د ۱۰۷ ګڼې فرمان ۱۰/۹/۱۳۹۷ نېټې په اساس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په نوم منظور شوی دی.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تاریخچه

د ښار جوړولو او مسکن وزارت بنسټ په ۱۳۴۰ لمريز کال کې د ټول‌ګټو وزارت په چوکاټ کې د ښار جوړولو عمومي مدیریت ترنامه لاندې کېښودل شو او وروسته يې په ۱۳۴۴ لمريز کال کې د ښار جوړولو او مسکن عمومي ریاست ارتقاع وکړه.

تر دې وروسته يې په ټولګټو چارو وزارت کې د یوې انتفاعي تصدۍ په توګه د شتپا (د ښاري او تعمیراتي پروژو جوړولو انستیتیوت) ترنامه لاندې فعاليت پيل کړ او بيا په ۱۳۶۳ لمريز کال کې د پما (پروژو جوړولو) مرکزي انستیتیوت په نامه ونومول شو.

په ۱۳۷۱ لمريز کال کې يې د ښار جوړولو او مسکن وزارت ته ارتقاع وکړه، په ۱۳۸۵ لمريز کال کې د ښاري پراختیا وزارت، په ۱۳۹۰ کال کې د ښار جوړولو چارو وزارت او په ۱۳۹۶ لمريز کال د ښار جوړولو او مسکن وزارت په نامه ونومول شو.

د افغانستان د ځمکې ادارې تاریخچه

د ۱۲۸۰ لمریز کال له پیل را پدیخوا د ځمکې اداره کول او تنظیم د افغانستان دولت لپاره د مالياتو د راټولو يوه وسيله وه، دا چاره پخوا د کورنيو چارو او ماليې وزارتونو ترسره کوله، چې وروسته په ۱۳۵۷ لمریز کال کې زراعت وزارت ته و لیږدول شوه.

په ۱۳۴۳ لمریز کال کې د مالیې وزارت په چوکاټ کې د کدستر او املاکو ریاستونه جوړ شول او دا چاره د ځمکې د لومړني دفتر د رامنځته کېدو لامل شوه. د کدستر ریاست په ۱۳۵۳ لمریز کال کې د مالیې وزارت د پریکړې په اساس د جیودیزۍ او کارتوګرافۍ له عمومي ادارې سره مدغم شو او دا پریکړه د دې لامل شوه چې د املاکو اداره کدستري نقشو ته مستقیم لاس رسی ونلري.

د املاکو اداره په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د هغه وخت حکومت د اقتصادي سیاست له مخې زراعت وزارت ته انتقال شوه. له همدې سره د ځمکو د اصلاحاتو په برخه کې د حاکم دولت د پاليسيو له مخې د ډيرو جايدادونو لرونکو ځمکې به پر مسکينو خلکو وېشل کېدې، دا يو داسې امر و چې له ناکامۍ سره مخ شو.

د ځمکو اصلاحاتو کار په ۱۳۷۱ لمریز کال کې له خنډ او ځنډ سره مخ شو او د املاکو ادارې ډیری کارکوونکي او حتا د نظام قوي ملاتړ هم له لاسه ورکړ. وروسته په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې یې له ځمکې د ښې استفادې او په مستقیم ډول خصوصي سکټور ته د دولتي ځمکو پر اجارې د ورکړې په موخه کار ته دوام ورکړ څو له دې لارې د دولت عواید لوړ شي او وروسته بیا د افغانستان د اراضي ادارې په نامه ونومول شوه.

د افغانستان د اراضي اداره د ۶/۳/۱۳۹۲ کال د ۱۱ ګڼې مصوبې په اساس د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له چوکاټه جلا او د خپلواک بودجوي بنسټ په توګه رامنځته شوه. له دې وروسته په ۱۳۹۵ لمريز کال کې د هېواد جلالتماب جمهور رئيس د غوره طرحې له مخې، د کدستر ریاست او وروسته د جیودیزۍ او کارتوګرافۍ اداره د ښې همغږۍ او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د افغانستان د اراضي خپلواکې ادارې سره مدغمې شوې.

د یادو شویو بنسټونو بدلونونو، تحولاتو، پرمختګونو او تاریخچې ته په کتو د افغانستان اراضي ادارې سره د ښار جوړولو او مسکن وزارت ادغام د حکومت یوه غوره اقدام بلل کېږي.

ځکه له تخنیکي اړخه د دواړو بنسټونو ډيری مسولیتونه او دندې چې د ښار جوړولو او ځمکوالۍ په قوانینو کې ذکر شوي، له همغږۍ پرته نه شي ترسره کېدای او ښايي د دواړو په همغږي کولو کې ډير وخت هم ضايع شي. اوسمهال د دواړو ادارو د ادغام د طرحې له بشپړېدو وروسته ډیری اساسي ستونزې حل شوي او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د حکومت د پالیسیو او قوانینو په چوکاټ کې کولای شي د قانوني مسیولیتونو او دندو په ترسره کولو سره خپلو ستراتیژیکو موخو ته ورسیږي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new