د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په ننګرهار ولایت کې د نیمه کاره پاتې پروژو څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۱۱:۴۴
تصویر

۱۴۴۴/۲/۷

د ښار جوړولو او ځمکو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د یوه تخنیکي او مسلکي ټیم په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې په جلال اباد ښار کې د مکروریانو پروژې له نیمه کاره چارو چې په شاوخوا (۳۰۰) درې سوه جریبه ځمکه کې (۶۰) بلاکونه جوړېږي، په قاسم اباد کې د غالیو اوبدلو صنعتي او استوګنیزې پروژې او د استادانو استوګنیزې پروژې له وضعیت ارزونه وکړه.

په جلال اباد کې د مکروریانو پروژه په (۱۳۹۳) کال کې پیل شوې وه، چې د بېلا بېلو لاملونو له کبله یې چارې په ټپه درېدلي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ تللي ټیم د یادو پروژو او هلته د شته نورو ټولګتو پروژو په اړه تخنیکي، مالي، حقوقي او ټولنیزه ارزونه وکړه او هغه لاملونه یې په ګوته کړل، چې له امله یې په ننګرهار کې شته ټولګټې پروژې په ټپه ولاړې دي.

ښاغلي وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل، د یادو پروژو په بیا پیلېدو سره به لسګونه کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي، د بې سرپناه خلکو د سرپناه نشتون ستونزه به حل شي، د فقر کچه به راکمه شي او ورسره به هر اړخیزه وده او پیاوړتیا رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړه، په ننګرهار کې خلک سرپناه ته اړتیا لري او د غالیو اوبدلو صنعتي او استوګنیز ښارګوټي په فعالیت سره به خصوصي سکتور هم وده وکړي.

دمګړۍ په ننګرهار ولایت کې (۳۶) ښارګوټي دي چې چارې یې تر ډېره رسېدلي، خو په ټپه ولاړې پاتې دي.

وزیر مولوي نعماني، د یادو پروژو اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې او سپارښتنه یې وکړه چې د پروژو اړوندې ټولې لومړنۍ چارې دې ژر تر ژره حل او عملي کار ته دې چمتوالی ونیول شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۳:۲۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر د اغاخان بنسټ د بیړنیو حالاتو له عمومي رئیس سره وکتل.

5/5/1446

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د اغاخان بنسټ د اسیایي برخو له عمومي رئیس محترم شادمان حاجي بکوف سره وکتل.

په دې کتنه کې الحاج شیخ حمدالله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۳۴
Background image

یو شمېر ایراني مهندسانو لېوالتیا وښوده چې د کور او ښار جوړولو وزارت په چوکاټ کې همکاري وکړي

۱۴۴۶/۵/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ایراني مهندسانو سره وکتل او د ښارونو او مسکن په تړاو موضوعاتو یې خبرې وکړې.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۳۰
Background image

په بدخشان ولایت کې د یو سړک د کانکریټ اچونې له چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۶/۵/۵

په بدخشان ولایت کې د شهرې نو سیمې د روشن حمام د سړک د کانکریت اچونې د پروژې له چارو څارنه تر سره شوه.

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي. . .

BACK TO NEWS