د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د کندهار له والي سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۰:۱۸
قندهار

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د کندهار له والي محترم حیات الله حیات سره په خپل کار ځای کې ولیدل.

د کتنې په سر کې محترم حیات الله حیات وویل، په ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو کې اړمنو خلکو لپاره د پنجوايي، میوند، دامان او تخته پل ښارګوټیو تفصیلي پلانونه منظور شوي وو، خو ځمکې یې تر اوسه نه دي انتقال شوي.

نوموړي همدا راز یادونه وکړه چې سېلاب ځپلو لپاره د غازي امان الله خان، حمیدي مېنې، ژېړي ولسوالۍ کې د شهیدانو کورنیو لپاره د ښارګوټي، په پنجوايي کې د معلولینو ښارګوټي او صنعت کارانو لپاره د دامان ښارګوټي د سږني کال په پلان کې شامل دي او د هغو د تفصیلي پلانونو او د ځمکو د انتقال وروستي کېدو غوښتنه وکړه.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د کندهار ښار جوړولو او ځمکو ریاست ته دنده وسپارله چې د لومړیو څلورو ښارګوټیو ځمکې دې ښاروالي ته انتقال او د هغو د استفادې لړۍ پیل کړي.

نوموړي همدا راز د ځمکو انتقال ریاست ته دنده ورکړه چې د پنځو نورو ښارګوټو د انتقال وړاندیزونه دې هم کابینې کې د تصویب لپاره چمتو کړي. د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همدا رنګه د ښاري پروګرام جوړونې عمومي ریاست ته دنده ورکړه چې ژر تر ژره دې د غازي امان الله خان، حمیدې مېنې، د شهیدانو کورنیو، پنجوايي کې د معلولینو او دامان ولسوالۍ کې د صنعت کارانو د ښارګوټو تفصیلي پلانونه دې د منظوري لپاره چمتو کړي.

محترم محمد جواد پیکار همدا راز د کندهار والي د غوښتنې په ځواب کې د دغه ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست دنده وسپارله چې د کورنیو بې ځایه شویو بیا مېشتېدنې لپاره د هغو منظم نوملړ چمتو کړي او هغو ته د ښارګوټو جوړولو په موخه دې مناسبې ځمکې تشخیص کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همدا رنګه په ارغنداب او دامان ولسوالیو کې د ښوونکیو لپاره د مشخصو شویو ښارګوټو په تړاو اړوندو برخو ته سپارښتنه وکړه چې د یوه عادلانه میکانیزم له لارې ښوونکیو ته د استوګنیزو نومرو وېش پیل کړي او د هغه عواید دې په زیربنايي خدماتو ولګوي.

نوموړي همدا راز وویل، که څه هم دامان کې د ښوونکیو ښارګوټي ځمکه تر منازعې لاندې ده، خو که چېرې محکمې د شخص په ګټه فېصله وکړه، د ځمکوالۍ چارو تنظیم قانون د احکامو په رڼا کې دې هغه ته د خسارې جبران ورکړل شي.

محترم محمد جواد پیکار په ورته وخت کې د کندهار د ښوونکیو د غوښتنې په ځواب کې د دغه ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست ته دنده وسپارله چې په بولدک، پنجوايي او تخته پل کې د نویو ښارګوټو جوړولو لپاره دې د سروې چارې پیل کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په پای کې څرګنده کړه چې د دولتي ځمکو بانک پروګرام په کندهار کې په ښه توګه پر مخ ځي او اړوندو برخو ته یې لارښوونه وکړه چې د څړځایونو د ثبت پروګرام بریالي تطبیق ته دې هم ورته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۲۲
Background image

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د تفریحي پارک د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سرپُل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د تفریحي پارک د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

په لغمان ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست فني او مسلکي ټیم، په دغه ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې اړوند د ښاروالۍ د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست نوی رئیس وټاکل شو

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره محترم مولوي عبدالحنان (حامد) د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د نوي رئیس ټاکنه د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت