د ښاري تخلفاتو مخنیوي برخه کې له کابل ښاروالۍ سره خبرې وشوې
![picture](/sites/default/files/2024-05/2_3.jpeg)
۱۴۴۵/۱۱/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي او ښاري خدماتو محترم مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د یادې ښاروالۍ د ښاري پراختیا او پلان جوړولو محترم مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک او نورو اړوندو مسؤلینو سره وکتل.
په دغه ناسته کې، په کابل ښار کې د ښاري تخلفاتو پر څرنګوالي، مخنیوي، صلاحیتونو ، د ښاري او پلاني تخلفاتو پر توپیر او نورو اړوندو موضوعاتو بحثونه وشول.
موخه دا ده، چې څنګه کېدای شي منظمه ښاري وده او پراختیا رامنځته او د غیرپلاني پراختیا او د تخلفاتو مخنیوی وشي.
په ناسته کې وویل شول، چې د پلاني تخلفاتو څخه مخنیوی د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلیت دی او د ودانیزو یا ساختماني تخلفاتو څخه مخنیوی د محترمو ښاروالیو مسؤلیت دی.
هغه برخې چې د پلان د تطبیق لپاره یې هلته محترمې ښاروالیانې نه وي او یا یې مسؤلیت نه وي، د پلان جوړولو او تطبیق دواړه یې د وزارت مسؤلیت دی.
دغه راز، په ناسته کې وویل شول، چې د دولتي ساختمانونو څخه څارنه او نظارت هم د وزارت مسؤلیت دی او د ولسي ساختمانونو څخه د ساختمان برخه کې څارنه او نظارت د ښاروالیو مسؤلیت دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د کابل محترمې ښاروالۍ له راغلي پلاوي غوښتنه وکړه، چې په یوه سیمه کې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د جوړ شوو پلانونو د تطبیق په مهال دې یاد وزارت ته خبر ورکول کېږي، تر څو یې تخنیکي او مسلکي ټیم د پلان له تطبیق څارنه پیل کړي.
په ناسته کې په نورو اړوندو او مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې چې په عملي کېدا سره به یې په ښاري وضعیت کې بهتروالی راشي.