د ژړۍ ولسوالۍ د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو وېش پروسه په بریالیتوب سره ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۷/۰۷
د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو په ښارګوټي کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش پروسه د ولايتي هیئت لخوا په بریالیتوب سره ترسره شوه. په دې پروسه کې د کور او ښار جوړولو ریاست مشري کوله، او شاوخوا ۴۰۰ کورنیو ته د ژوند لپاره اړینې ځمکې ووېشل شوې.
په مراسمو کې د کډوالو چارو ریاست رییس، د استخباراتو ریاست معاون، او د نورو اړوندو ادارو استازو ګډون درلود، یاده پروسه د اړوندو ادارو د استازو تر څنګ د رسنیو د استازو په شتون کې په شفاف ډول تر سره شوه.
د ولايتي چارواکو په وینا، د دې پروسې هدف د راستنېدونکومستحقو کډوالو د ژوند شرایطو ښه کول، هغوی ته د کرهنيزې او استوګنې زمینې برابرول، او د دوی ټولنیز او اقتصادي ثبات یقیني کول وو.
