د چخانسوری ولسوالۍ د سړک د جغلاچونې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۱۳
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د چخانسوری ولسوالۍ د سړک د جغلاچونې له روانو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د جغلاچونې چارې په منظم ډول او د منظور شوي تخنیکي پلان مطابق روانې دي.
په اوسنۍ مرحله کې د سب ګریډ موادو تخنیکي معیارونو مطابق مخلوط کول، د ټاکل شوې لارې په اوږدو کې د جغل هوارول او د درنو ماشینآلاتو څخه د کار په جریان کې د کیفیت د تضمین په موخه استفاده په منظم ډول جریان لري.
د تخنیکي څارنې په ترڅ کې د پروژې ټول فعالیتونه د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیمونو تر دوامداره نظارت لاندې دي، څو د موادو کیفیت، د تخنیکي معیارونو رعایت او د کار پرمختګ د منظور شوي پلان سره سم ډاډمن شي.
د تخنیکي ارزونو له مخې، د جغلاچونې چارې د ښه نظم او معیاري تخنیکي اصولو په رعایت سره پر مخ روانې دي او تمه کېږي چې پاتې چارې به هم په ټاکلي مهالویش او معیاري ډول بشپړې شي.
