د پکتیکا مرکز ښرنې ښار د پراختیا لپاره عملي چارې پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۱۱:۲۱
picture

3/9/1445

پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دغه ولایت د مرکز ښرنې ښار د پراختیا لپاره عملاً کارونه پیل شول، چې ورسره به د ښرنې ښار سپینې ساحې په پراختیایي پلان کې شاملي شي.

ښاغلی مولوي سیف الجهاد وایي، د ښرنې ښار د پراختیایې پلان د منظورۍ لپاره له پلازمېنې کابل څخه هیئت ورغلی او هلته یې د ښرنې له محترم ښاروال مولوي محمد ناصر هلال سره کتلي دي.

د نوموړي په خبره، د ښرنې ښاروال ورغلي هیئت ته له خپله اړخه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې هېواد کې د امنیت په تامین سره د دولت ترڅنګ خصوصي سکتور هم په ښارونو کې د پانګونې هوډ لري.

د معلوماتو له مخې، پکتیکا ولایت ته د کور او ښار جوړولو وزارت تللی هیئت به ښرنه ښار کې د توپوګرافي سروې او کروکي پرمټ د پراختیایي او اصلاحي پلان د منظورۍ زمینه برابره کړي، چې ورسره به د ښرنې ښار سپینې ساحې په پراختیایي پلان کې شاملي شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۴۳
Background image

زابل کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ۍاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د رئیس الحاج ملا داد ګل مسلم د هدایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۴۶
Background image

کندهار کې د سړکونو غاړې او پلي لارو څخه غیر قانوني چارې لیرې کړل شوې

۱۴۴۷/۰۱/۱۸

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د کندهار ولایت د ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو په غاړه او پلي لارو کې د غیر قانوني چارو مخنیوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د خوست ښار کې د ښاري پلاني تخلفاتو پر وړاندې څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، په خوست کې د کور او ښار جوړولو ریاست انجينري ټيم د ښاري پلاني تخلفاتو د. . .

BACK TO NEWS