د پنځه ‌سوه فامیلي څلورلارې څخه تر شتل سړک پورې د شنې ساحې څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۴:۴۶
۵۰۰ فامیلی

۱۴۴۸/۲/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې په شنه ساحه کې له پنځه‌ سوه فامیلي څلورلارې څخه تر شتل سړک او د تاجکان سړک تر امتداد پورې تخنیکي څارنه ترسره کړه.

یاده څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت د مقام د لارښوونې او د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په چوکاټ کې ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د شنې ساحې په امتداد له هغو مالکینو، دوکاندارانو، د ساختماني توکو له پلورونکو، د لرګیو له سوداګرو، ورزشي کلبونو (جمنازیومونو) او نورو مستأجرینو څخه، چې په یاد مسیر کې فعالیت کوي، د دویم ځل لپاره وغوښتل شول چې د مخکې ټاکل شوې مودې په ترڅ کې خپل ټول قانوني اسناد او مدارک د ارزونې په موخه د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیمونو ته وسپاري، ترڅو په دې اړه د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري وروستۍ پرېکړه وشي.

د دې څارنې موخه د ښاري قوانینو او نافذه مقرراتو د رعایت ارزونه، د شنو ساحو ساتنه، د احتمالي ښاري سرغړونو مخنیوی، د ښاري نظم پیاوړتیا او د معیاري ښاري پراختیا لپاره د قانوني اقداماتو زمینه برابرول دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست ټینګار کوي چې د ښاري نظم د تأمین، د عامه شتمنیو او شنو ساحو د ساتنې او د ښاري قوانینو د پلي کېدو په موخه به دا ډول څارنې په دوامداره توګه دوام ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

د زابل ولایت د اطغر او شملزو ولسوالیو د اداري ودانیو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۴۴۸/۲/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مسلکي ټیم تر څار لاندې د اطغر او شملزو ولسوالیو د اداري ودانیو رغنیزې چارې بشپړې او یادې پروژې په رسمي توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۵۲
Background image

د جوزجان ولایت په قوشتپې ولسوالۍ کې د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌ايس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د قوشتپې ولسوالۍ کې د توپوګرافۍ سروې بشپړه کړه.

یاده سروې، د سروې او جي‌ای‌ایس ریاست د کاري پلان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۳:۵۴
Background image

د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

یاده سروې د ۳۰۰۰ جری. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت