د پنځمو مکروریانو استوګنیزې پروژې حقوقي موضوعاتو په اړه د کور او ښار جوړولو وزارت خبرتیا!
د پنځمو مکروریانو استوګنیزه پروژه چې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې موقعیت لري او ودانیزې چارې ېې په چټکۍ له قرارداد سره سم د ایوګار کالب شرکت رئیس تورګوت ایدوغان له خوا د کور او ښار جوړولو وزارت د مدیریت او نظارت لاندې روانې دي، که هر څوک د یادې پروژې اړوند د ایوګار کالب ودانیز شرکت په رئیس تورګوت ایدوغان حقوقي ادعا لري مهرباني دې وکړي له دې خبرتیا وروسته دې تر یوې میاشتې پورې د کور او ښار جوړولو وزارت ته مراجعه وکړي او د خپلې ادعا اړوند اسنادو کاپی دې له خپلې عریضې سره مل له (۳/۳/۱۴۴۸ تر ۳/۴/۱۴۴۸) ه ق نېټې پورې دې وزارت ته وسپاري، تر څو له دقيقې څیړنې او ارزونې وروسته موضوع د مؤظفو مسؤلینو له خوا حل او فصل شي .
