د پارلمان د شهیدانو هدیرې ودانۍ پرانېستل شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۵ - ۱۵:۷
 پارلمان هدیرې ودانۍ

د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د ولسي جرګې دویم مرستیال محترم امیر خان یار، د ولسي جرګې د چاپېریال ساتنې کمېسیون رئیس خان محمد وردګ او د ملي شورا ځینو وکیلانو په حضور کې د پارلمان د شهیدانو هدیرې ودانۍ پرانېستله.

په همدې مناسبت جوړیو شویو مراسمو کې د تاریخي ابداتو د مرمت او ترمیم ملي ادارې رئیس ښاغلي فرهاد بیات د دې ودانۍ د جوړېدو د څرنګووالي او تخینکي موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار په ولسي جرګه کې د خلکو له استازیو په مننې سره زیاته کړه، دا ودانۍ د تیموریانو دورې د معمارۍ په سبک پر ۶۸۴۸ متر مربع ځمکې ډیزاین او په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.

د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر زیاته کړه، په دې وزارت کې اوس‌مهال د انجنیرۍ او مهندسۍ په برخه کې ظرفیت رامنځ‌ته شوی چې په بریالۍ توګه د دې پروژې ډيزاین او پيلي کېدل یې ښکاره بېلګه ده.

له هغه وروسته د ولسي جرګې دویم مرستیال محترم امیر خان یار، د دې پروژې په تطبیق کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له کړنو د مننې تر څنګ د دې ودانۍ سبک وستایه.

په ترتیب سره، د ملي شورا په تېره دوره کې د کابل د خلکو استازي سید علي کاظمي وویل، دا پروژه د ښارجوړولو او ځمکو وزارت او نورو ښکیلو ادارو په دوامداره هڅو بشپړه شوې ده.

د یادو مراسمو په پای کې محترم محمد جواد پیکار، د ملي شورا وکیلانو او ګډونوالو د پارلمان شهیدانو او د هېواد نورو شهیدانو روح ته دعا وکړه.

د پارلمان د شهیدانو هدیرې ودانۍ د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تاریخي ابدو د ترمیم او مرمت ملي ادارې له لوري د ۲۸ مېلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شوې ده.

د پارلمان د شهیدانو هدیره د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د دارالمان ماڼۍ تر څنګ موقعیت لري چې د جوړېدو چارې یې په ۱۳۹۴ کال کې پیل او د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ مېاشتې په ۵ مه نېټه پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۵۰
Background image

د اسکان دایمي کمېټې د مهاجرینو د استوګنې د پرمختګ لپاره ناسته وکړه

۱۴۴۷/۰۹/۲۸

هېواد ته د راستانه شوو مهاجرینو د دایمي استوګنې د چارو د تنظیم او چټکتیا په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د اسکان دایمي کمېټې ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته د کور او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۴۴
Background image

په پکتیا ولایت کې د رباط کډوالو ښارګوټي کې د استوګنیزو نمرو د خط اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۰۹/۲۸

راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې لپاره د ځمکو د وېش لړۍ په بېلابېلو ولایتونو کې روانه ده، چې په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د رباط کډوالو ښارګوټي کې د استوګنیزو نمرو د خط. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د جوزجان ولایت مردیان ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره د سروې او توپوګرافۍ چارې ترسره شوې

۱۴۴۷/۹/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس محترم ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د جوزجان ولایت مردیان ولسوالۍ ته سفر وکړ.

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت