د وزارت تر چتر لاندې ادارې

د افغانستان انجنيرۍ او مهندسۍ نظام د پراختيا اداره: د افغانستان د انجينرۍ او مهندسي نظام د پراختيا اداره د ښار جوړولو او ځمکو قانون د درېيم فصل له مخې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په جوړښت کې رامنځته شوه او د دې وزارت د مقام تر مستقيمې لارښوونې لاندې فعاليت کوي. د ښار جوړولو، انجينرۍ او مهندسۍ اصولو مراعتولو په موخه د دندو د فعاليت جوازونه ورکول، د ښار جوړولو او ځمکو په برخه کې د ملي ارزښتونو او فرهنګ ودې او پراختيا لپاره د پلانونو طرحه او ترتيبول، د عرضه کوونکو او متقاضيانو تر منځ د اړيکو تنظيمول او د ښار جوړولو او مهندسۍ معيارونو ته پراختيا ورکول د دې ادارې مهمې دندې دي.

ساختماني سرغړونو ته د رسيدو اداره: دا اداره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مقام تر مستقيمې څارنې لاندې فعاليت کوي. په ټول افغانستان کې ودانيزو او ښاري سرغړونو ته د رسيدو په موخه د پاليسو جوړول، د ښارواليو له‌خوا د دغو پاليسو د تطبيق له څرنګوالي څارنه او د ساختماني چارو تنظيم د دې ادارې له مهمو دندو او مسوولیتونو څخه دي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

4 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new