د هېواد د هوایي ډګرونو د نقشو او تاسیساتو په اړه تخنیکي ناسته ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۲
د هوايي ډګرونو نقشه

۱۴۴۷/۰۸/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له عملیاتي مرستیال محترم مولوي فتح‌الله منصور سره د هېواد د مرکز او ولایتونو د هوایي ډګرونو د نقشو او اړوندو تاسیساتو په اړه تخنیکي ناسته وکړه.

په یادې ناستې کې د دواړو وزارتونو مسلکي استازو ګډون درلود او د هوایي ډګرونو د رنوي (د الوتنو کرښې)، تخنیکي تاسیساتو او اړوندو ودانیزو چارو په اړه هر اړخیز تخنیکي، تخصصي او مسلکي بحثونه او د نظر تبادله وشوه.

د ناستې په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې د هوایي ډګرونو هغه تاسیسات او چارې چې ځانګړې تخنیکي او مسلکي وړتیا ته اړتیا لري، د ریاست‌الوزرا عالي مقام له منظورۍ وروسته د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته وسپارل شي، او د هوایي ډګرونو د ودانیزو تاسیساتو او د طرحه شوو نقشو د ویزې مسؤلیت به د کور او ښار جوړولو وزارت پر غاړه وي.

د هېواد د هوایي ډګرونو پراختیا، معیاري کول او منظم مدیریت د ملي زیربنایي پروژو له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ترمنځ تخنیکي همغږي د دې لپاره اړینه ده، تر څو د هوایي ډګرونو نقشې، تاسیسات او ودانیزې چارې د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق طرحه او تطبیق شي او د ادارو ترمنځ د مسؤلیتونو روښانه وېش رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت