د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
هلمند ولایت

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او بنسټیزو کارونو بهیر په منظم ډول روان دی، چې د عمومي څلوېښت متره سړک بیلابیلې چارې او همدارنګه د نورو داخلي سړکونو پریکول پر معیاري ډول پر مخ روان دي.

د سړکونو لپاره ټاکل شوې خاوره د منظور شوې ارتفاع له مخې اچول کېږي او د ښارګوټي د اوسېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د اوبو د یوې برمې وهلو چارې هم په منظم ډول پر مخ روانې دي.

دغه راز، د برمې د موقعیت تثبیت او لومړنۍ چارې بشپړې شوې او دا مهال د برمې وهلو عملي کار د منظور شوې نقشې او تخنیکي معیارونو مطابق جریان لري.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مهاجرینو د منظم مېشتېدو لپاره د ښارګوټو د جوړولو پروژې عملي کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت