د هرات ښار د ماسترپلان د بیاکتنې او ښاري پراختیا په تړاو ناسته ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۱
معین شهری با والی هرات

۱۴۴۷/۱۰/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین، شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، په خپل کاري دفتر کې د هرات ولایت له محترم والي شیخ نور احمد اسلام ‌جار سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، د هرات ښار د ماسترپلان د بیاکتنې، د ښار د پنځلسو ناحیو د اصلاحي پلانونو او همدارنګه د تورغونډۍ او اسلام‌ قلعه بندرونو د پراختیایي پلانونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې، چې  دواړو لورو د یادو پروژو د اهمیت په اړه نظرونه تبادله کړل او د ښاري پراختیا پر بهیر یې ټینګار وکړ.

همدارنګه، د تاریخي او فرهنګي اثارو د ساتنې او ارزښت په اړه هم بحث وشو، او ټینګار وشو چې د ښاري پراختیا تر څنګ باید د هېواد تاریخي میراثونه هم خوندي وساتل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین ژمنه وکړه، چې د هرات ښار د ماسترپلان د بیاکتنې بهیر به چټک کړي او له اداري او تخنیکي مراحلو او منظورۍ وروسته به یې د عملي تطبیق لپاره هرات ولایت ته واستوي.

د هرات ښار د هېواد له مهمو اقتصادي او ترانزیټي مرکزونو څخه شمېرل کېږي، چې د تورغونډۍ او اسلام‌قلعه بندرونو له لارې له نړیوالو بازارونو سره نښلونکی دی، د ښار د چټک نفوس زیاتوالي او ښاري پراختیا اړتیاوو ته په کتو، د ماسترپلان بیاکتنه او د ښاري پلانونو اصلاح د منظمې پراختیا او بنسټیزو خدمتونو د ښه کېدو لپاره مهمه ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۴

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار عمومي ریاست اړوند د تخلفاتو د رسیدګۍ، عامه پوهاوي او نظارت آمریتونو تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۱
Background image

د هرات ښار د ماسترپلان د بیاکتنې او ښاري پراختیا په تړاو ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین، شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، په خپل کاري دفتر کې د هرات ولایت له محترم والي شیخ نور احمد اسلام ‌جار سره لیدنه وکړه.

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

د غزني ولایت په حکیم صاحب سنایي ښاګوټي کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسیدګي ټیم له لوري د حکیم صاحب سنایي (رح) ښارګوټي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت