د هرات ولایت د صنعتي ښارګوټي د دویمې مرحلې د سړک له قیر چارو څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۲:۱۵
.

۱۴۴۷/۰۱/۱۴

هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې، په دغه ولایت کې، د صنعتي ښارګوټي د دویمې مرحلې د سړک له قیر چارو څارنه وکړه.

ښاغلی انجنیر اکبري وایي، دا څارنه د هرات محترمې ښاروالۍ د وړاندیز او د ولایت د محترم مقام د حکم په اساس ترسره شوه.

نوموړی وایي، د څارنې په مهال معلومه شوه، چې د سړک د قیر چارې اوسمهال د سب بېس په مرحله کې روانې دي.

ښاغلی رئیس وایي، د پروژې ناظرینو په حضور کې د قیر اړوند اړین ټسټونه ترسره شول، او د بېس کورس موادو نمونه اخیستل شوې چې د میکس ډیزاین د ازموینې لپاره لابراتوار ته ولېږل شوه.

انجنیر اکبري وایي، د شرکت اجرائیوي ټیم ته لازمې او اړینې سپارښتنې وشوې، چې د پروژې د کار په مهال د کار کوونکو د خونديتوب تدابیر په جدي توګه رعایت شي، او ټول کاري پړاوونه د کار د احجامو او BOQ د معیارونو سره سم پرمخ یوړل شي.

دا څارنه د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د ښاري پرمختګ د معیارونو د ټینګښت په موخه دوام لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت