د هرات ولایت د تورغونډۍ ګمرک د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۵
هرات تور غونډۍ

۱۴۴۷/۱۰/۰۷

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورغونډۍ ګمرک د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره کړه.

دغه څارنه د هرات ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د غوښتنې پر بنسټ ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د مسجد د لومړي پوړ د چت د سیم‌ تاوۍ چارې په دقت سره وارزول شوې، د ارزونې له مخې، د سیم‌ تاوۍ چارې د پروژې له تخنیکي نقشو سره سمې تطبیق شوې وې، له همدې امله د سلب اچولو اجازه ورکړل شوه.

د څارنې پر مهال، د پروژې تطبیقوونکي شرکت ته لازمې تخنیکي لارښوونې او سپارښتنې ورکړل شوې، چې له مخې یې باید د سلب اچولو چارې د پروژې د مکس ډیزاین مطابق ترسره شي.

ټاکل شوي تخنیکي ټيم ټینګار وکړ چې د پروژې ټولې چارې باید د تخنیکي اسنادو او ټاکل شوو معیارونو سره سم، په معیاري او باکیفیته ډول ترسره شي، څو د ودانۍ دوام او کیفیت تضمین شي.

د مسجد شریف ودانۍ د عامه ګټو له مهمو پروژو څخه ده، چې د تورغونډۍ ګمرک د کارکوونکو او مراجعینو لپاره د دیني اسانتیاوو د برابرولو په موخه تر کار لاندې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت