د هرات ولایت د تورغنډۍ ګمرک د مسجد شریف له ودانیزو چار څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۹:۴۹
هرات تورغوندي

۱۴۴۷/۰۸/۱۵

د هرات ولایت د تورغنډۍ ګمرک د مسجد شریف له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه تر سهر شوه، چې موخه یې د پروژې د کیفیت، تخنیکي معیارونو او اسنادو سره سم تطبیق باوري کول دي.

د تخنیکي ټیم د راپور له مخې، د هوا د سختې یخنۍ له امله د مسجد د بیروني دیوالونو د خښتو پاتې چارې او همداراز د تشنابونو د پلستر کارونه تر بلې خبرتیا پورې په موقتي ډول درول شوي دي. په ورته وخت کې، یوازې د مسجد د لومړي پوړ د بیمونو او چت د قالب ‌بندۍ کار ته اجازه ورکړل شوې ده.

همداراز، د پروژې تطبیقوونکې شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې، څو ودانیزې ټولې چارې د منظور شوو نقشو، تخنیکي مشخصاتو او ساختماني معیارونو سره سم پر مخ یوسي او د کار کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د تورغنډۍ ګمرک مسجد شریف د دیني او عامه تاسیساتو له مهمو ودانیو څخه شمېرل کېږي، چې ودانول  یې د عبادت کوونکو لپاره د مناسب، خوندي او معیاري چاپېریال د برابرولو په موخه روان دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت